دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 290912
بن سلمان ایران ته سفر کوي
د سعودي عربستان ولیعهد د جمعې په شپه د ایران له سرپرست ولسمشر محمد مخبر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر بلنه ومنله.
افغان غږ خبری آژانس: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد سرپرست ولسمشر محمد بن سلمان د ټیلیفوني خبرو په ځواب کې د ایراني حاجیانو د هرکلي په اړه د سعودي ولیعهد د مثبت حکم له امله مننه وکړه او تهران ته یې د شهید ایت الله رئیسي په بلنه یې ټینګار وکړ.

مخبر وویل: لکه څنګه چې مخکې زموږ مرحوم ولسمشر جلالتمآب ته د ایران د سفر بلنه ورکړې وه، زه یو ځل بیا تاسو ته بلنه درکوم چې د خپل دوست او ورور هیواد ته سفر وکړئ.

د سعودي عربستان ولیعهد د دغه بلنې د منلو پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته هم د سعودي عربستان د سفر بلنه ورکړه.
https://avapress.com/vdcizuarrt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته