کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بن سلمان ایران ته سفر کوي

5 جوزا 1403 ساعت 14:40

د سعودي عربستان ولیعهد د جمعې په شپه د ایران له سرپرست ولسمشر محمد مخبر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر بلنه ومنله.


آوا: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد سرپرست ولسمشر محمد بن سلمان د ټیلیفوني خبرو په ځواب کې د ایراني حاجیانو د هرکلي په اړه د سعودي ولیعهد د مثبت حکم له امله مننه وکړه او تهران ته یې د شهید ایت الله رئیسي په بلنه یې ټینګار وکړ.

مخبر وویل: لکه څنګه چې مخکې زموږ مرحوم ولسمشر جلالتمآب ته د ایران د سفر بلنه ورکړې وه، زه یو ځل بیا تاسو ته بلنه درکوم چې د خپل دوست او ورور هیواد ته سفر وکړئ.

د سعودي عربستان ولیعهد د دغه بلنې د منلو پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته هم د سعودي عربستان د سفر بلنه ورکړه.


د مطلب کود: 290912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290912/بن-سلمان-ایران-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com