دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 290893
د دوه اړخیزو اړیکو پراخول د حقاني او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ د لیدنې هدف
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې او دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قطر بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره وکتل. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او دواړو لورو د خپل منځي همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د قطر د امیر او د دغه هېواد د خلکو نېکې هیلې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او زیاته یې کړه: قطر به په هر ډول حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
https://avapress.com/vdcgyz9xwak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته