د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې او دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وکړه.
د دوه اړخیزو اړیکو پراخول د حقاني او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ د لیدنې هدف
5 جوزا 1403 ساعت 13:29
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې او دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وکړه.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قطر بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او دواړو لورو د خپل منځي همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د قطر د امیر او د دغه هېواد د خلکو نېکې هیلې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او زیاته یې کړه: قطر به په هر ډول حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
د مطلب کود: 290893