دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 290874
پاکستان د چینايي انجینرانو کورنیو ته ۲.۵ میلیونه ډالره ورکوي
د پاکستان د مالیې وزارت اعلان کړی، چې هېواد به یې د هغو پنځو چینايي انجینرانو کورنیو ته ۲.۵۸ میلیونه ډالره تاوان ورکړي، چې په مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس: په دغو چینايي انجینرانو د بشام په ښار کې هغه مهال برید وشو، چې دوی د پاکستان د داسو د بریښنا په سټېشن کې خپل کار ځای ته روان وو.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان د مالیې وزارت د پنجشنبې په شپه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې حکومت به د هغه پاکستاني موټر چلوونکي کورنۍ ته چې د مارچ د ۲۶مې په حمله کې وژل شوي، ۸۹۵۰ ډالره ورکړي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او برید کوونکی یو افغان و، خو د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه رد کړي دي.

د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژو کې زرګونه چینایان کار کوي. په دې وروستیو کلونو کې پر ځینو یې د وسله والو له خوا بریدونه شوي، چې دوی یې د کانونو په لوټلو تورنوي.
https://avapress.com/vdcfexd0jw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته