کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د چینايي انجینرانو کورنیو ته ۲.۵ میلیونه ډالره ورکوي

5 جوزا 1403 ساعت 9:51

د پاکستان د مالیې وزارت اعلان کړی، چې هېواد به یې د هغو پنځو چینايي انجینرانو کورنیو ته ۲.۵۸ میلیونه ډالره تاوان ورکړي، چې په مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.


آوا: په دغو چینايي انجینرانو د بشام په ښار کې هغه مهال برید وشو، چې دوی د پاکستان د داسو د بریښنا په سټېشن کې خپل کار ځای ته روان وو.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان د مالیې وزارت د پنجشنبې په شپه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې حکومت به د هغه پاکستاني موټر چلوونکي کورنۍ ته چې د مارچ د ۲۶مې په حمله کې وژل شوي، ۸۹۵۰ ډالره ورکړي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او برید کوونکی یو افغان و، خو د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه رد کړي دي.

د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژو کې زرګونه چینایان کار کوي. په دې وروستیو کلونو کې پر ځینو یې د وسله والو له خوا بریدونه شوي، چې دوی یې د کانونو په لوټلو تورنوي.


د مطلب کود: 290874

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290874/پاکستان-د-چینايي-انجینرانو-کورنیو-ته-۲-۵-میلیونه-ډالره-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com