افغان غږ خبری آژانس: د داعش ترهګرې ډلې «العظیم» رسنۍ په یوه ۵۶ دقیقه ایز ټیپ کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اسلامی امارت د اړیکو د غندلو په ترڅ کې ویلی دی چې د اسلامي امارت شیعه او ایران د دوی له بریدونو څخه ساتي.
د داعش ترهګرې ډلې هم د ایران سره د اسلامی امارت د خواخوږۍ او د ایران د ولسمشر د شهادت په خاطر د تسلیت ویل يي محکوم کړی دی.
تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په وار وار اعلان کړی چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې شتون تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.