کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش: "طالبان زموږ له بریدونو شیعه ګان ساتي"

5 جوزا 1403 ساعت 9:47

په ۵۶ دقیقه ایزه ټیپ کښې د داعش ترهګرې ډلې رسنیزې رسنۍ العظیم د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اسلامی امارت د اړیکو د غندلو په ترڅ کښې ویلی دی چې د اسلامی امارت حکومت شیعه ګان د هغوی له حملو څخه ساتی.


آوا: د داعش ترهګرې ډلې «العظیم» رسنۍ په یوه ۵۶ دقیقه ایز ټیپ کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اسلامی امارت د اړیکو د غندلو په ترڅ کې ویلی دی چې د اسلامي امارت شیعه او ایران د دوی له بریدونو څخه ساتي.

د داعش ترهګرې ډلې هم د ایران سره د اسلامی امارت د خواخوږۍ او د ایران د ولسمشر د شهادت په خاطر د تسلیت ویل يي محکوم کړی دی.

تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په وار وار اعلان کړی چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې شتون تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.


د مطلب کود: 290873

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290873/داعش-طالبان-زموږ-له-بریدونو-شیعه-ګان-ساتي

آوا
  https://www.avapress.com