افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین خاوره د فلسطیني ملت مشروع حق ګڼي، خو د صهیونیسټي اشغالګرو له خوا روان نسل وژنه د بې ثباتۍ اصلي لامل ګڼي.
اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د روان کړکېچ په وړاندې د فلسطیني ولس د دفاع لپاره عاجل اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کښې دی چې د اسلامی امارت حکومت واک ته له رسیدو وروسته په تېره بیا د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته د صهیونیسټ رژیم په وړاندې سخت دریځونه غوره کړی دی.