کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د اسپانیا، ناروې او ایرلنډ د هغو اقداماتو هرکلی کړي چې فلسطین په رسمیت پېژني

5 جوزا 1403 ساعت 9:41

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د ناروې، ایرلنډ او هسپانیې له خوا د فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلو هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.


آوا - کابل: په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین خاوره د فلسطیني ملت مشروع حق ګڼي، خو د صهیونیسټي اشغالګرو له خوا روان نسل وژنه د بې ثباتۍ اصلي لامل ګڼي. 
 
اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د روان کړکېچ په وړاندې د فلسطیني ولس د دفاع لپاره عاجل اقدامات وکړي.
 
دا په داسې حال کښې دی چې د اسلامی امارت حکومت واک ته له رسیدو وروسته په تېره بیا د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته د صهیونیسټ رژیم په وړاندې سخت دریځونه غوره کړی دی.


د مطلب کود: 290871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290871/اسلامي-امارت-د-اسپانیا-ناروې-او-ایرلنډ-هغو-اقداماتو-هرکلی-کړي-چې-فلسطین-په-رسمیت-پېژني

آوا
  https://www.avapress.com