افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ «د جوزا ۳مه» په کابل کې د ترکیې د کډوالو د چارو له رئیس اتیلا توروس سره په کتنه کې وکړې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د خصوصي سکتور د ودې په اړه هم خبرې وشوې.
په اعلامیې کې د ترکیې د مهاجرت د ادارې د مشر له قوله ویل شوي چې انقره هڅه کوي چې د غیر قانوني مهاجرت د ننګونو او ستونزو د مدیریت لپاره هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه افغانان له سختو او ناقانونه لارو ترکیې ته تللي دي.