کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي افغان اتباعو ته د ترکيې د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه

5 جوزا 1403 ساعت 9:33

د اسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت له سرپرست اميرخان متقي څخه يې غوښتنه کړې ده چې ترکيې ته د غيرقانوني مهاجرت د مخنيوي په خاطر دې ترکيې ته د ويزو په ورکولو کې آسانتياوې رامنځته کړي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ «د جوزا ۳مه» په کابل کې د ترکیې د کډوالو د چارو له رئیس اتیلا توروس سره په کتنه کې وکړې.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د خصوصي سکتور د ودې په اړه هم خبرې وشوې.
 
په اعلامیې کې د ترکیې د مهاجرت د ادارې د مشر له قوله ویل شوي چې انقره هڅه کوي چې د غیر قانوني مهاجرت د ننګونو او ستونزو د مدیریت لپاره هڅې وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه افغانان له سختو او ناقانونه لارو ترکیې ته تللي دي.


د مطلب کود: 290870

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290870/متقي-افغان-اتباعو-ته-د-ترکيې-ويزو-ورکړې-په-برخه-کې-اسانتياوو-رامنځته-کولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com