دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 290717
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه
د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او نورو شهیدانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او نورو شهیدانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل. د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په پیغام کې ویل شوی دی: په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د دوست او مسلمان هیواد جمهور رئیس ایت الله سید ابراهیم رئیسی، عزتمند وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل پلاوی د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

هغه په ​​دغه پیغام کې زیاته کړې: «انا الله و انا الیہ راجعون» په دې زړه بوږنونکې هوایي پېښه کې د جلالتمآب جمهور رئیس، د بهرنیو چارو د وزیر او ورسره ملګري پلاوي په شهادت د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم. د لوی خدای له درباره جلالتمآب ولسمشر او ورسره ملګري پلاوي ته د فردوس جنت او د ایران ملت ته د جمیل صبر دعا کوم.

مولوي حنفي څرګنده کړه: بې له شکه د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان مړینه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملت او حکومت لپاره یوه ستره ضایعه ده، خو په یقین سره د ملت او رهبرۍ په هوښیارۍ سره به له دې سخت پړاوه تېر شی او د پرمختګ پر لور روان وي.
https://avapress.com/vdcb8gb5zrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته