کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه

1 جوزا 1403 ساعت 10:37

د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او نورو شهیدانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او نورو شهیدانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل. د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په پیغام کې ویل شوی دی: په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د دوست او مسلمان هیواد جمهور رئیس ایت الله سید ابراهیم رئیسی، عزتمند وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل پلاوی د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

هغه په ​​دغه پیغام کې زیاته کړې: «انا الله و انا الیہ راجعون» په دې زړه بوږنونکې هوایي پېښه کې د جلالتمآب جمهور رئیس، د بهرنیو چارو د وزیر او ورسره ملګري پلاوي په شهادت د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم. د لوی خدای له درباره جلالتمآب ولسمشر او ورسره ملګري پلاوي ته د فردوس جنت او د ایران ملت ته د جمیل صبر دعا کوم.

مولوي حنفي څرګنده کړه: بې له شکه د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان مړینه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملت او حکومت لپاره یوه ستره ضایعه ده، خو په یقین سره د ملت او رهبرۍ په هوښیارۍ سره به له دې سخت پړاوه تېر شی او د پرمختګ پر لور روان وي.


د مطلب کود: 290717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290717/د-رئیس-الوزرا-اداري-مرستیال-ایران-ولسمشر-او-هغه-ملګرو-په-شهادت-خواشیني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com