دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 290670
رئیس الوزرا: موږ په دې سختو حالاتو کې د ایران له خلکو سره ولاړ یو
د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا حسن اخند د ایران د ولسمشر له شهادت وروسته د تسلیت په پیغام کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پیښه ژور خواشیني دي او ویلي یې دي چې افغانستان په دې سختو حالاتو کې به د ایران د خلکو ترڅنګ ودریږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایت الله رئیسی او د هغه د ملګرو د شهادت وروسته د اسلامی امارت رئیس الوزرا ملا حسن اخند د تسلیت پیغام خپور کړ.

په هغه پیغام کې چې ملا حسن اخند په اکس ټولنیزه پاڼه کې خپور کړی، راغلي دي: په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د چورلکې د نسکوریدو په پیښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ایت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې د لمانځه خطیب حجت الاسلام الهاشم او ورسره ملګري یې ووژل.

پیغام زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پیښه ژور خواشیني دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت لومړی وزیر ټینګار کړی دی، مونږ د ایران له اسلامی جمهوریت او ددغه هیواد له خلکو سره په دغه غم کښې ځان شریک بولو او د قربانیانو ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

په پاى کې ملا حسن اخند څرګنده کړه: موږ په دې سختو شرايطو کې د ايران له خلکو سره يوو او د دغې پيښې ټولو قربانيانو ته د مغفرت او د هغوى کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه کوو.

نن سهار د رئیس الوزرا سایسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د شهادت په غبرګون کښې وویل چې اسلامي امارت د دوست او ورور هیواد ترڅنګ ولاړ دی. 
https://avapress.com/vdcjaye8yuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته