آوا - کابل: د ایت الله رئیسی او د هغه د ملګرو د شهادت وروسته د اسلامی امارت رئیس الوزرا ملا حسن اخند د تسلیت پیغام خپور کړ.
په هغه پیغام کې چې ملا حسن اخند په اکس ټولنیزه پاڼه کې خپور کړی، راغلي دي: په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د چورلکې د نسکوریدو په پیښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ایت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې د لمانځه خطیب حجت الاسلام الهاشم او ورسره ملګري یې ووژل.
پیغام زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پیښه ژور خواشیني دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت لومړی وزیر ټینګار کړی دی، مونږ د ایران له اسلامی جمهوریت او ددغه هیواد له خلکو سره په دغه غم کښې ځان شریک بولو او د قربانیانو ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
په پاى کې ملا حسن اخند څرګنده کړه: موږ په دې سختو شرايطو کې د ايران له خلکو سره يوو او د دغې پيښې ټولو قربانيانو ته د مغفرت او د هغوى کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه کوو.
نن سهار د رئیس الوزرا سایسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د شهادت په غبرګون کښې وویل چې اسلامي امارت د دوست او ورور هیواد ترڅنګ ولاړ دی.