افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر آیت الله رئیسی (رح) او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په ټولنیزه شبکه ایکس کې خپله خواخوږی څرګنده کړه.
شریف زیاته کړې، چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او د هغه د ملګرو د درناوي او د ایران سره د پیوستون په خاطر به په پاکستان کې د یوې ورځې لپاره عمومي ماتم به وي او د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ به هم په دغه هېواد کې نیم ځوړند وي.
دا په داسی حال کې ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت خبری سرچینو د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی د چورلکې په اړه چې د «قیزقلعهسی بند» د پرانیستلو لپاره د ورزقان سرحدی سیمې ته تللي وو، او کله چې د برته راګرځیدو په حال کې وو چورلکه نسکوره شوه. چورلکه کې د ایران اسلامی جمهوریت ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی او د هغه په ملګرتيا كې د خارجه چارو وزير ډاكټر حسين اميرعبداللهيان، د تبريز د مذهبي فقهې استازي او امام جمعه ايت الله سيد محمد علي الهاشم، د ختيځ آذربايجان والي ډاكټر مالک رحمتي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر امنیتي ځواکونو مشر سید مهدی موسوی او د الوتنې څلور نور پیلوټان او د عملې غړي شهیدان شول.
دغې ترخې پېښې د نړۍ د هېوادونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.