افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
د جاپان سفير په دې کتنه کې وويل چې په افغانستان کې د لويديځو هېوادونو د ډيپلوماټيکو شتون نشتوالى د دې لامل شوى چې دوى په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو څخه بې خبري وښيي او د ده په وينا، د نړيوالې ټولنې لپاره مناسبه ده چې له افغانستان سره مستقيمې اړيکې ولري.
ده همدا راز زیاته کړه چې جاپان له افغانانو سره د طبیعي پېښو د مخنیوي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د افغان کروندګرو لپاره د بدیل کښت په برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.
له بلې خوا مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې د ولسونو د ملاتړ له امله اسلامي امارت توانیدلی چې ملي سوله تامین کړي، سترې پروژې پیل کړي او ګڼ نور اصلاحات رامنځته کړي.
ده زیاته کړه، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د هواري هڅه کوي او له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.