کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د جاپان سفیر:

نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره مستقیمې اړیکې ولري

26 ثور 1403 ساعت 12:04

په افغانستان کې د جاپان سفير د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره په کتنه کې وويل چې په افغانستان کې د لويديځو هېوادونو د ډيپلوماټيکو شتون نشتوالى د دې لامل شوى چې دوى په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو بې خبري وښيي او د ده په وينا، دا مناسبه ده تر څو نړيواله ټولنه له اسلامي امارت سره مستقيمې اړيکې ولري.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

د جاپان سفير په دې کتنه کې وويل چې په افغانستان کې د لويديځو هېوادونو د ډيپلوماټيکو شتون نشتوالى د دې لامل شوى چې دوى په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو څخه بې خبري وښيي او د ده په وينا، د نړيوالې ټولنې لپاره مناسبه ده چې له افغانستان سره مستقيمې اړيکې ولري. 

ده همدا راز زیاته کړه چې جاپان له افغانانو سره د طبیعي پېښو د مخنیوي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د افغان کروندګرو لپاره د بدیل کښت په برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.

له بلې خوا مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې د ولسونو د ملاتړ له امله اسلامي امارت توانیدلی چې ملي سوله تامین کړي، سترې پروژې پیل کړي او ګڼ نور اصلاحات رامنځته کړي.

ده زیاته کړه، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د هواري هڅه کوي او له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.


د مطلب کود: 290412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290412/نړیواله-ټولنه-باید-د-افغانستان-له-سرپرست-حکومت-سره-مستقیمې-اړیکې-ولري

آوا
  https://www.avapress.com