دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 290402
د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د ورښت د هوا پېژندنې خبرداری
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن چهارشنبه د ثور په ۲۶مه به په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل بامیان، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو کې له تندر، باد او سیلابونو سره سخت باران وشي. 
 
د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه به د ۱۵ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ وي.
 
په اعلاميه کې دا هم راغلي چې نسبتاً قوي بادونه به د هېواد په شمالي او شمال لوېديځو ولايتونو کې وځي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو اورښتونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdccxxqii2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته