افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب پرون د ترکیې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو په غونډه کې وینا وکړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په دې غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې اقصی جومات نه يوازې په فلسطين پورې اړه لري، بلکې د ټول اسلامي امت پورې اړه لري.
شیخ نور محمد ثاقب له اسلامی هیوادونو وغوښتل چې د اسرائیلو د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره سره متحد شی.
هغه له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل چې د فلسطين له مظلومو مسلمانانو سره خپل ټينګ ملاتړ اعلان کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د ښو او متقابلو اړیکو غوښتونکی دی.
باید وویل شي، چې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی و.
په همدې حال کښې داسلامی امارت لوړرتبه چارواکو په ځلونو د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د خلکو له مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړی دی.