کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د حج او اوقافو سرپرست وزیر:

اسلامي هېوادونه باید د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره متحد شي

25 ثور 1403 ساعت 10:16

د حج او اوقافو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې په يووالي سره د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د فلسطين له مظلومو مسلمانانو څخه ملاتړ اعلان کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب پرون د ترکیې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو په غونډه کې وینا وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په دې غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې اقصی جومات نه يوازې په فلسطين پورې اړه لري، بلکې د ټول اسلامي امت پورې اړه لري.

شیخ نور محمد ثاقب له اسلامی هیوادونو وغوښتل چې د اسرائیلو د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره سره متحد شی.

هغه له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل چې د فلسطين له مظلومو مسلمانانو سره خپل ټينګ ملاتړ اعلان کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د ښو او متقابلو اړیکو غوښتونکی دی.

باید وویل شي، چې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی و.

په همدې حال کښې داسلامی امارت لوړرتبه چارواکو په ځلونو د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د خلکو له مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړی دی.


د مطلب کود: 290341

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290341/اسلامي-هېوادونه-باید-د-صهیونیسټي-رژیم-جنایتونو-مخنیوي-لپاره-متحد-شي

آوا
  https://www.avapress.com