دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 290337
په برازیل کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۴۴ تنو ته لوړ شوی دی
د برازیل چارواکو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۱۴۴ کسانو ته رسېدلی او ۱۲۵ کسان لا هم ورک دي.
افغان غږ خبری آژانس: د برازیل چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د وروستیو سختو بارانونو له امله د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۴۴ تنو ته رسیدلی دی.

د دولتي چارواکو په وینا تر اوسه ۱۲۵ کسان لادرکه دي.

ویل کېږي چې د ټپیانو شمېر ۸۰۰ ته لوړ شوی او تر ۲.۱ میلیون ډېر کسان ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره له ۶۲۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۸۱۰۰۰ کسانو په کلیساګانو، ښوونځیو او جمنازیمونو کې پناه اخیستې ده ځکه چې د ناورین په پایله کې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.

د اناتولي په وینا ، دولتي چارواکو د می په 3 یادونه وکړه چې لاهم داسې سیمې شتون لري چې مرستندویه کارکونکي نشي رسیدلی.

چارواکو وویل: موږ د یو ډیر استثنایی حالت څخه تیر یو.

د اسنا په وینا، د سختو بارانونو په تعقیب چې د تیرې اونۍ راهیسې د برازیل د "سویلي ریو ګرانډ" ایالت اغیزمن کړی، د ژوند او مال زیانونه په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو دي.
https://avapress.com/vdcjtye8auqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته