کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په برازیل کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۴۴ تنو ته لوړ شوی دی

25 ثور 1403 ساعت 10:03

د برازیل چارواکو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۱۴۴ کسانو ته رسېدلی او ۱۲۵ کسان لا هم ورک دي.


آوا: د برازیل چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د وروستیو سختو بارانونو له امله د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۴۴ تنو ته رسیدلی دی.

د دولتي چارواکو په وینا تر اوسه ۱۲۵ کسان لادرکه دي.

ویل کېږي چې د ټپیانو شمېر ۸۰۰ ته لوړ شوی او تر ۲.۱ میلیون ډېر کسان ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره له ۶۲۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۸۱۰۰۰ کسانو په کلیساګانو، ښوونځیو او جمنازیمونو کې پناه اخیستې ده ځکه چې د ناورین په پایله کې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.

د اناتولي په وینا ، دولتي چارواکو د می په 3 یادونه وکړه چې لاهم داسې سیمې شتون لري چې مرستندویه کارکونکي نشي رسیدلی.

چارواکو وویل: موږ د یو ډیر استثنایی حالت څخه تیر یو.

د اسنا په وینا، د سختو بارانونو په تعقیب چې د تیرې اونۍ راهیسې د برازیل د "سویلي ریو ګرانډ" ایالت اغیزمن کړی، د ژوند او مال زیانونه په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو دي.


د مطلب کود: 290337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290337/په-برازیل-کې-د-سیلابونو-قربانیانو-شمیر-۱۴۴-تنو-ته-لوړ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com