دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 290177
په کاپيسا کې يوې خصوصي راډيو خپلې خپرونې پيل کړې
د کاپيسا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د مرستيال په شتون سره په دغه ولايت کې د "حقیقت غږ" په نوم يوې خصوصي راډيو خپلې خپرونې پيل کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د مرستیال مولوی ضیاالحق حقمل او د باختر خبری آژانس د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د "حقيقت غږ" په نوم راډيو په خپرونو پيل وکړ.

دا سیمه ایزه راډیو د 91.5 "FM" له لارې اسلامي، کلتوري، ټولنیز او نورې خپرونې خپروي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په کاپيسا کې د ملي راډيو او ټلويزيون په ګډون څلور راډيوګانې خپرونې کوي.
https://avapress.com/vdcbzgb5zrhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته