کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپيسا کې يوې خصوصي راډيو خپلې خپرونې پيل کړې

22 ثور 1403 ساعت 11:54

د کاپيسا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د مرستيال په شتون سره په دغه ولايت کې د "حقیقت غږ" په نوم يوې خصوصي راډيو خپلې خپرونې پيل کړې دي.


آوا - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د مرستیال مولوی ضیاالحق حقمل او د باختر خبری آژانس د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د "حقيقت غږ" په نوم راډيو په خپرونو پيل وکړ.

دا سیمه ایزه راډیو د 91.5 "FM" له لارې اسلامي، کلتوري، ټولنیز او نورې خپرونې خپروي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په کاپيسا کې د ملي راډيو او ټلويزيون په ګډون څلور راډيوګانې خپرونې کوي.


د مطلب کود: 290177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290177/په-کاپيسا-کې-يوې-خصوصي-راډيو-خپلې-خپرونې-پيل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com