دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 290171
د حج او اوقافو سرپرست وزیر ترکیې ته ولاړ
د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست مفتي نور محمد ثاقب د ترکیې د دیني چارو د ریاست په رسمي بلنه له خپل پلاوي سره هغه هېواد ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې مفتی نور محمد ثاقب؛ د حج او اوقافو سرپرست وزیر او ورسره پلاوی د ترکیې د دیني چارو د عمومي رئیس په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو.

ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي غونډه کې چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د هېواد د حج او اوقافو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې به د اسلامي نړۍ عالمان د اسلامي امت او بشريت پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو پر لارو چارو خبرې وکړي.
https://avapress.com/vdcfexd0yw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته