کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حج او اوقافو سرپرست وزیر ترکیې ته ولاړ

22 ثور 1403 ساعت 11:11

د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست مفتي نور محمد ثاقب د ترکیې د دیني چارو د ریاست په رسمي بلنه له خپل پلاوي سره هغه هېواد ته تللی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې مفتی نور محمد ثاقب؛ د حج او اوقافو سرپرست وزیر او ورسره پلاوی د ترکیې د دیني چارو د عمومي رئیس په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو.

ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي غونډه کې چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د هېواد د حج او اوقافو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې به د اسلامي نړۍ عالمان د اسلامي امت او بشريت پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو پر لارو چارو خبرې وکړي.


د مطلب کود: 290171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290171/د-حج-او-اوقافو-سرپرست-وزیر-ترکیې-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com