افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د روان کال د حمل په میاشت کې څه باندې ۱۶،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې ۹ پروژې پرانیستې.
په پرانیستل شویو پروژو کې د هرات- خواف اورګاډي د څلورمې برخې دوهمه برخه، د اوسپنې د استخراج پروژه، د نیله باغ د استوګنې پروژه، په کابل او هلمند ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، په کابل کې د ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د دوو سب سټېشنونو د جوړېدو او په هرات کې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول شامل دی.