د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د روان کال په لومړۍ میاشت کې د څه باندې ۱۶،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې د ۹ پروژو د پرانېستلو اعلان وکړ.
په تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۱۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۹ پروژې پرانیستل شوې
16 ثور 1403 ساعت 11:12
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د روان کال په لومړۍ میاشت کې د څه باندې ۱۶،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې د ۹ پروژو د پرانېستلو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د روان کال د حمل په میاشت کې څه باندې ۱۶،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې ۹ پروژې پرانیستې.
په پرانیستل شویو پروژو کې د هرات- خواف اورګاډي د څلورمې برخې دوهمه برخه، د اوسپنې د استخراج پروژه، د نیله باغ د استوګنې پروژه، په کابل او هلمند ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، په کابل کې د ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د دوو سب سټېشنونو د جوړېدو او په هرات کې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول شامل دی.
د مطلب کود: 289860