افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس اعلان کړی، چې دغه لویه لاره نن سهار اته بجې د واورې ورښت او توپان له امله تر بل خبر پورې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه دغه لویه لار تر راتلونکې خبرتیا پورې د ټولو موټرو پر مخ تړلې ده.
باید وویل شي، چې سالنګ له څو ورځو راهیسې د سختو واورو او طوفان شاهده ده.