کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دغه لویه لار په سالنګ کې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې ده

11 ثور 1403 ساعت 11:36

د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار له تېرې شپې راهیسې د سختو واورو او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس اعلان کړی، چې دغه لویه لاره نن سهار اته بجې د واورې ورښت او توپان له امله تر بل خبر پورې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه دغه لویه لار تر راتلونکې خبرتیا پورې د ټولو موټرو پر مخ تړلې ده.
 
باید وویل شي، چې سالنګ له څو ورځو راهیسې د سختو واورو او طوفان شاهده ده.


د مطلب کود: 289623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289623/دغه-لویه-لار-په-سالنګ-کې-د-سختې-واورې-او-توپان-له-امله-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com