افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو فرهنګ د پام وړ زیات شوی، ځکه هره ورځ سلګونه کسان د دغه ریاست کتابتون ته ورځي.
بل خوا د دې ولايت يو شمېر ځوانان د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د زده کړو د اسانتياوو له برابرولو خوښي څرګندوي.