د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ځوانانو کې د کتاب لوستلو د کلتور د ډېرېدو خبر ورکړی دی.
په زابل ولایت کې د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو کلتور زیات شوي
9 ثور 1403 ساعت 14:16
د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ځوانانو کې د کتاب لوستلو د کلتور د ډېرېدو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو فرهنګ د پام وړ زیات شوی، ځکه هره ورځ سلګونه کسان د دغه ریاست کتابتون ته ورځي.
بل خوا د دې ولايت يو شمېر ځوانان د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د زده کړو د اسانتياوو له برابرولو خوښي څرګندوي.
د مطلب کود: 289525