افغان غږ خبری آژانس -کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (پنجشنبه د ثور ۶مه) په یوه بیان کې چې په ایکس پاڼه کې خپره شوې ویلي چې د دغه بانک مشر هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.
د اعلامیې له مخې، هدایت الله بدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او سوداګریزو همکاریو پراختیا د ارزښت وړ وبلله او زیاته یې کړه، چې د شته قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې به هر هغه څه چې اړتیا وي، همکاري به وکړي.
هغه وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسبو بانکي همکاريو شتون سوداګرو ته اسانتياوې برابروي، ځکه د افغانستان مرکزي بانک ژمن دى، چې په هېواد کې له نړيوالو معيارونو سره سم د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو اسانتياوې برابرې کړي.
د افغانستان د مرکزي بانک په اعلامیه کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د خبرو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سفر کې د دې ادارې عمومي رييس صديق الله خالد، د بانکدارۍ د څارنې رييس عبدالرحمن قانت، د بازار موندنې عمومي رييس محمد عباس سامع، د بانکدارۍ د څارنې د څانګې مرستيال احسان الله منصور هم ګډون درلود.