افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو کرولا ډوله موټر له غره سره ټکر شوی دی.
نوموړي د پېښې د دقيق وخت او لامل په اړه څه ونه ويل.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د پام وړ پېښې ثبت شوې دي.
ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.