د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ترافيکي پېښې له امله د پنځو تنو د وژل کېدو او یو تن د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د کابل - جلال آباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
6 ثور 1403 ساعت 13:23
د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ترافيکي پېښې له امله د پنځو تنو د وژل کېدو او یو تن د ټپي کېدو خبر ورکوي.
آوا - کابل: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو کرولا ډوله موټر له غره سره ټکر شوی دی.
نوموړي د پېښې د دقيق وخت او لامل په اړه څه ونه ويل.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د پام وړ پېښې ثبت شوې دي.
ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
د مطلب کود: 289367