افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی ادم خان سعد وایی: له ګاونډیو هیوادونو څخه دغه ولایت ته راستانه شویو مهاجرینو ته به خپلو اصلی کورونو ته تر رسیدو پوری خیمې، خوراکی او غالۍ ورکول کیږی.
هغه زیاته کړه: تر اوسه د مهاجرینو لپاره دایمي کورونه نه دي جوړ شوي، خو موقتي پناه ځایونه جوړ شوي دي.
د هرات ولايت د مهاجرينو رييس له ګاونډيو هيوادونو څخه د راستانه شويو مهاجرينو د ستونزو د تاييدولو په ترڅ کې وويل چې دوى هڅه کوي د ژوندانه د اسانتياوو په برابرولو او د مهاجرينو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.
مولوي سعد زیاته کړه: هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي، له ثابتېدو وروسته به یې اسناد د بهرنیو اړیکو له لارې څېړل کېږي.
د
د يادونې وړ ده، چې هره ورځ د هېواد ګڼ شمېر وګړي له ګاونډيو هېوادونو څخه په خپله خوښه او يا په زوره شړل کېږي.