افغان غږ خبری آژانس - کابل: له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د حمل په ۳۱مه او د ثور په لومړۍ نیټه د اسلام قلعه له پولې څخه په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې، چې (یکشنبه، ۲ ثور) ۱۲۵ افغان کورنۍ چې ټولټال شمېر یې ۶۷۳ تنه وه، له پاکستانه په زوره ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.