افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي چې د کنړ ولایت د پاسپورت مدیریت په تیر یوه کال کې ۱۹۴۷۷ پاسپورټونه ویشلي دي.
دغې ادارې د دغه شمېر پاسپورټونو له وېش څخه ۱۰۶،۸۴۲ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
تېره ورځ د پاسپورت ریاست اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې یې په هرات ولایت کې څه باندې ۱۳۰ زره پاسپورټونه غوښتونکو ته وېشلي دي.