دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 289179
د کابل د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګه پرانیستل شوه
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څانګه د روغتیا د نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې روغتون لپاره به د ورځې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د تولید په ظرفیت سره د بشپړ اکسیجن د برابرولو ترڅنګ نورو روغتونونو ته هم د اړتیا وړ اکسيجن برابر کړي.
https://avapress.com/vdcbz9b59rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته