دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 289170
د عامې روغتیا وزارت په پنجشیر کې روغتونونه په عصري وسایلو سمبالوي
د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پنجشیر له والي سره په کتنه کې وویل چې د پنجشیر ولایت روغتونونه په عصري وسایلو سمبالولو ته ژمن دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې لیکي چې د یاد وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم سره وکتل.

په دې کتنه کې ډاکتر قلندر عباد وويل چې د عامې روغتيا وزارت ژمن دى چې دپنجشير ولايت روغتونونه په عصري وسايلو سمبال کړي .

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم ټینګار وکړ چې د پنجشیر روغتونونه باید مجهز شي څو د دغه ولایت اوسېدونکي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له پنجشیر څخه بهر تګ ته اړ نه شي.

له بلې خوا د پنجشېر والي په هېواد کې د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د کړنو او هڅو قدرداني وکړه.
https://avapress.com/vdccmoqix2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته