دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 289169
"د پوهنې د وضعیت ښه کول" په اروپا کې د میشتو افغان علمي شخصیتونو سره د پوهنې وزارت سرپرست د ناستې تمرکز دی
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت وايي چې په اروپا کې میشتو افغان علمي شخصیتونو د افغانستان د پوهنې د وضعیت د ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د دغه وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره وکتل.

مولوي حبیب الله اغا د پوهنې په برخه کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا په اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د دغه وزارت له پرمختګونو او هېوادوالو ته د دیني او معاصرو علومو په برخه کې د زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړه.

دوی د پوهنې د وضعیت د ښه والي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
https://avapress.com/vdcaionuo49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته