دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 289033
د عراق د مقاومت ډرون الوتکو د اسرایلو پر «عوبدا» هوايي اډه برید وکړ
خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټ رژیم په عوبدا هوایی اډې د عراق د مقاومت بی پیلوټه الوتکې حمله وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د سما خبري آژانس د خبر له مخې، د عراق د اسلامي مقاومت ډلې اعلان وکړ چې د غزې له خلکو څخه د ملاتړ او د فلسطیني ولس په خلاف د غاصب رژیم جنایتونو ته د ځواب ورکولو په موخه، د غزې تړانګې جنګیالي د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ د دوشنبی په ورځ د اپریل دمیاشتې په پینځلسمه نیټه په نیواک کښې د صهیونیسټ رژیم د عوبدا هوایی اډه د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړه، خو په دی اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کښې نیواکګرو سیمو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی.

د عراق اسلامی مقاومت په نیواک شویو سیمو کښې د خپلو عملیاتو له ترسره کولو وروسته تل د غزې د خلکو په ملاتړ ټینګار کړی او د روژې په مبارکه میاشت کښې یې د نیواکګرو پرضد حملې زیاتې کړی دی.
https://avapress.com/vdcaeonue49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته