کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق د مقاومت ډرون الوتکو د اسرایلو پر «عوبدا» هوايي اډه برید وکړ

1 ثور 1403 ساعت 10:25

خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټ رژیم په عوبدا هوایی اډې د عراق د مقاومت بی پیلوټه الوتکې حمله وکړه.


آوا: د فلسطین د سما خبري آژانس د خبر له مخې، د عراق د اسلامي مقاومت ډلې اعلان وکړ چې د غزې له خلکو څخه د ملاتړ او د فلسطیني ولس په خلاف د غاصب رژیم جنایتونو ته د ځواب ورکولو په موخه، د غزې تړانګې جنګیالي د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ د دوشنبی په ورځ د اپریل دمیاشتې په پینځلسمه نیټه په نیواک کښې د صهیونیسټ رژیم د عوبدا هوایی اډه د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړه، خو په دی اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کښې نیواکګرو سیمو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی.

د عراق اسلامی مقاومت په نیواک شویو سیمو کښې د خپلو عملیاتو له ترسره کولو وروسته تل د غزې د خلکو په ملاتړ ټینګار کړی او د روژې په مبارکه میاشت کښې یې د نیواکګرو پرضد حملې زیاتې کړی دی.


د مطلب کود: 289033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289033/د-عراق-مقاومت-ډرون-الوتکو-اسرایلو-پر-عوبدا-هوايي-اډه-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com