رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان سند ایالت کې پر یوه لویه لار د ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې درې مسافر وړونکي بسونه، د تیلو یو ټانکر او یوې لارۍ سره ټکر وکړ. د دغو راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې د اوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او د دې پېښې د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.