دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 288866
د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمیر ۶۶ ته لوړ شوی دی/ د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو امکان دی
د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت اعلان کړی چې په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمیره ۶۶ تنو ته لوړه شوې او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره په یوه بېړنۍ ناسته کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د OCHA، د خوړو نړیوال سازمان، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو نړیوال سازمان، اکتید موسسه او د ډنمارک د کډوالو شورا استازو هم حضور درلود.

په همدې حال کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست نن د حمل په ٢٩مه د هېواد په ١٤ ولايتونو کې د باران امکان اعلان کړى دى.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن (چهارشنبه) به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، دایکندي، اروزګان او غور ولایتونه د بارانونو او سیلابونو شاهدان وي.

د يادونې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي.
https://avapress.com/vdcd9j0x9yt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته