افغان غږ خبری آژانس: د اسیا د فوټبال د ملتونو جام د غوراوي سیالیو د دوهم پړاو دریمه لوبه تېره شپه د افغانستان او هندوستان د ملي لوبډلو ترمنځ د سعودي عربستان په دیمک لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو مساوي کړه.
دویمه لوبه به د مارچ په ۲۶ د هند په اندراګاندي لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۶ بجې ترسره شي.
په دې مساوي سره افغانستان وکولای شول چې له دې لوبې څخه یو نمره ترلاسه کړي، خو لا هم د جدول په څلورم ځای کې دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په تېرو دوو سیالیو کې له قطر څخه ۸-۱ او له کویټ څخه ۴-۰ ماتې خوړلې وه او هند هم کویټ ته ۱-۰ ماتې ورکړې وه، خو له قطر څخه ۳-۰ ماته شوې وه.