دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 287502
د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران اسلامي جمهوریت د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پوهنتون ترمنځ په ښوونیزو، څیړنیزو او تخنیکي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه یو خبر خپور کړی او لیکلي یې دي: د دغه تفاهم لیک موخه چې د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي په نوښت لاسلیک شو، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري دي.
 
وزارت زیاته کړه: د دغه تفاهم لیک د محتوا پر بنسټ، دا همکارۍ د انجینرۍ په برخه کې د ګډو څیړنو، د ساینسي معلوماتو د تبادلې، د استادانو په رالیږلو، د محصلینو د استولو، د لنډ مهاله روزنیزو کورسونو د تنظیم، د سیمینارونو او علمي کنفرانسونو د جوړولو، د مطالعې د زمینې په برابرولو او لاس رسي پورې اړه لري. 
 
د یادولو وړ ده چې د ایران او افغانستان اړیکې په بیلابیلو کچو د پراخیدو په حال کې دي.
https://avapress.com/vdcjyae88uqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته