کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

27 حوت 1402 ساعت 12:07

د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران اسلامي جمهوریت د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پوهنتون ترمنځ په ښوونیزو، څیړنیزو او تخنیکي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه یو خبر خپور کړی او لیکلي یې دي: د دغه تفاهم لیک موخه چې د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي په نوښت لاسلیک شو، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري دي.
 
وزارت زیاته کړه: د دغه تفاهم لیک د محتوا پر بنسټ، دا همکارۍ د انجینرۍ په برخه کې د ګډو څیړنو، د ساینسي معلوماتو د تبادلې، د استادانو په رالیږلو، د محصلینو د استولو، د لنډ مهاله روزنیزو کورسونو د تنظیم، د سیمینارونو او علمي کنفرانسونو د جوړولو، د مطالعې د زمینې په برابرولو او لاس رسي پورې اړه لري. 
 
د یادولو وړ ده چې د ایران او افغانستان اړیکې په بیلابیلو کچو د پراخیدو په حال کې دي.


د مطلب کود: 287502

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287502/د-افغانستان-نړیوال-اسلامي-پوهنتون-او-ایران-ساینس-ټکنالوژۍ-ترمنځ-همکارۍ-هوکړه-لیک-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com